Over 10 years we help companies reach their financial and branding goals. Engitech is a values-driven technology agency dedicated.

Gallery

Contacts

411 University St, Seattle, USA

engitech@oceanthemes.net

+1 -800-456-478-23

رهبري او مدیریت \\

د مدیریتی روزنه او لارښوونه

بریالی مدیریت یو لړ پېچلو او یو له بل سره تړل شو هنر ونو ته اړتیا لري.

د نویو مدیرانو د روزنې په برخه کې د ریبلد یوه مهمه مرسته داده، ریبلد مدیر انو ته  فرصت ورکوي چې خپلو مدیریتی مهارتونو ته وده ورکړي او د خپلو مسلکي روزنو څخه ګټه واخلي، ترڅو  د مسولیت اخستلو لپاره ځواکمن شي.

روزنیزه دوره جوړول

د هر روزنیز کورس دمخه، د خپلو پیرودونکو سره دقیقه ارزونه کوو چې اړتیاوې یې څه دي، د کومې پایلې په لټه کې دي، او څنګه پوه شي چې خپلې پایلې یې ترلاسه کړې دي.

ورسته ستاسې د غوښتنې پر بنسټ روزنه ډیزاین کوو. موږ له تاسو سره مرسته کوو، وخت تنظیم کوو، بیا داسې برنامه جوړو چې ستاسو غوښتل شوې پایلې ترلاسه کړي.

د ریبلد ټولې روزنې د بېلګې ډول دي، خپل ټول د بېلګې ټولګي د ریبلد په مرکزي دفتر او یا هم د پېرودونکو په ځایونو کې تر سره کوي.

 ریبلد هره روزنیزه بېلګه په عملي ډول یا په مرکزي دفتر او یا هم د کار زده کړې په دوره کې، په غوره ډول سره بشپړ وي.

\\ رهبري او مدیریت

زموږ میتودولوژي

زموږ روزنه معمولا د یوې ادارې د ټولو غړو لپاره ډیزاین شوې ده. دغه روزنه همکارانو ته وړتیا ورکوي چې په ځانګړو مسلو او ننګونوکې یو ځای کار، او یو له بل څخه ملاتو وکړي.

زموږ په میتودولوژي کې کوچنی ډله ایز بحث، ګډ کار، د روزنې لوبې، د همکارانو روزنه، ویډیو کلیپونه، د ذهنیت (دماغ) جوړونه، د مسایلو مطالعې، پوښتنې، او پوښتنلیکونه شامل دي.

ستاسو د سازمان لپاره د ریبلد مدیریت روزنه، کیدای شي په لاندی یوه برخه کې وي:

1) د مدیریت مهارتونه

۲) د پروژې سمبالښت

پروژه د برنامې برعکس، پیل او پای لري.

دغه روزنه له زده کړیالانو سره مرسته کوي چې د پروژې اړینې پروسې و پېژني. او ډاډ من شي چې د پروژې ټول عناصر په پای کې د مطلوبې پایلې ترلاسه کولو لپاره همغږي کېږي.

پدې کې شامل:

۳) د وخت مدیریت

د خپل وخت اداره کول ستاسو ژوند رهبري کوي.

دا روزنه د اشخاصو سره مرسته کوي او څانګو سره مرسته کوي خپل فعالیتونه د هغه څه سره تنظیم کړي چې دوی یې ترلاسه کول غواړي.

۴) اغیزمنه څارنه – د نورو پیاوړي کول

په یو بې ثباته چاپېریال کې د بریا او پرمختګ پر لوري د خپلو کارکونکو هڅول:

۵) پریکړه او په غوره ډول د ستونزوحل کول

ژوند له ستونزو ډک دی! په کارده چې د ستونزو له منځ څخه لوی فرصتونه لاسته راوړو!

دا روزنه له مشرانو، مدیرانو او کارمندانو سره مرسته کوي چې غوره پریکړې وکړي او د مثبت بدلون راوړلو لپاره ګامونه پورته کړي.

د دې روزنیزې دورې په پای کې به ګډون کوونکي وکوالی شي:

د رهبرۍ روزنیزې غونډې

مدیران کارونه  اداره کوي، مګر  رهبران(مشران) خلک رهبري کوي!

که څوک و غواړي چې د خلکو لپاره ښه رهبر شي،  نو باید لومړی پوه شي چې دی او پیروان یې په کوم لوري روان دي ترڅو نور یې تعقیب کړي.

ریبلد په لوړو پوستونو کې د خلکو او هغو کسانو لپاره چې غواړي د نورو په مشرۍ کې خپلې اغیزې زیاتې  کړي درې مختلفې روزنیزې ناستې وړاندې کوي.

  1. د رهبر خپل خدای استعدادونه ـ او د هغوی وده
  2. په لویو غونډو کې د مسلکي کسانو لپاره د ویاندویۍ هنر

  3. په هر ډول حالاتو کې د مشرانو لپاره منظم فکر

په لاندې ټکو کې به نوښتونه او انعطاف راوړل کېږي

د رهبرۍ پروګرامونه لاندې ټکو ته ژمن دي

  1. ګډ لید
  2. ګډ ارزښتونه
  3. سیستماتیک فکر کول
  4. ټیمي زده کړه
  5. شخصي او سازماني وده
  6. د بدلون رامنځته کولو لپاره نورو ته روزنه او ځواک ورکول

(د پیټر سینګ له کتاب څخه، د یوه زده کړییز سازمان 5 اصول)

موږ ته یوه کرښه ولیکئ! موږ دلته یو چې ستاسو پوښتنو ته 24/7 ځواب ووایو

مشورې ته اړتیا لرئ؟