Over 10 years we help companies reach their financial and branding goals. Engitech is a values-driven technology agency dedicated.

Gallery

Contacts

411 University St, Seattle, USA

engitech@oceanthemes.net

+1 -800-456-478-23

آموزش \\

تعلیم او تربیت

ریبلد د ځوانانو، کورنیو او ټولنې د ملاتړ لپاره د یو شمېر نویو پرژو او ښونیزو پرګرامونو د تحقیق او پرختیا په حال کې دی.

د ښوونې او روزنې متخصصین او تعلیمي ارواپوهان سره موافق دي، چې په ښوونه کې د ماشومانو پربنسټ ولاړ چلند، د ماشومانو د راتلونکي بریالي  ژوند چمتوکولو لپاره غوره لاره ده.

 د ماشوم پربنسټ ولاړ چلند د ماشوم په اړتیاوو، خوښیو، ګټو او د ماشوم پر خپلو موخو باندې ټینګار کوي.د ماشوم یا زده کونکي پر مټ ولاړ فعالیتونه او پروګرامونه د زده کونکي د ذهني، فزیکي، ټولنیزو، روحاني ځانګړتیاوو او اړتیاو پر بنسټ ولاړ دي.

د ریبلد د ښوونکو د روزنې نصاب د دې لپاره ډیزاین شوی چې د هر ماشوم / زده کونکي انفرادي او ټولنیز ځانګړتیاو سره کار وکړي او وده ورکړي، نه دا چې د یوې موضوع په اړه عمومي معلومات ورکړي. موږ له ماشومانو سره مرسته کوو چې د خپلې زده کړې هنر په لاس راوړي او پوه شي چې هغه ډول سره زده کړه وکړي، چې دوی ورته اړتیا لري.

موږ له ماشومانو سره مرسته کوو چې  خپلې طبیعي پلټنې، خدای ورکړې، ګټې او خپل احساسات کشف کړي. دوی د ترسره کولو او تجربې په واسطه ښه زده کړه کوي. او همدارنګه د ماشومانو سره مرسته کوو چې څنګه  د ژوند تر پایه زده کوونکی پاتې شي چې د زده کړې پر لارو پوهېږي.

موږ ته یوه کرښه ولیکئ! موږ دلته یو چې ستاسو پوښتنو ته 24/7 ځواب ووایو

مشورې ته اړتیا لرئ؟