Over 10 years we help companies reach their financial and branding goals. Engitech is a values-driven technology agency dedicated.

Gallery

Contacts

411 University St, Seattle, USA

engitech@oceanthemes.net

+1 -800-456-478-23

\\ آموزش

د روزونکو روزنه

د ریبلد  مسلکي ترینرانو د روزنې پروګرام دری بېل پړاوونه لري، په یادو پړاوونو کې عملي روزنه  او په ټولګي کې اکاډمیک درسونه شامل دي.

د عملي روزنې پرګرام  د ریبلد په روزنیز مرکز، ښوونځیو، ، او نورو اکاډمیکو مرکزونو کې په لار اچول کېږي.

په اکاډمیکه روزنه کې لاندې ټکي شامل دي:

لومړی دوره: د ریبلد مسلکي ترینرانو(روزنکو) لپاره اړینه روزنه عبارت ده له:
  1. دترینر اړینې اړتیاوې
  2. اخلاق او مسلکیتوب
  3. د روزنې لپاره چمتو کول (درسي مواد او اورېدونکي)
  4. د روزنیز چاپیریال رامنځته کول

  5. د روزنیزو غونډو مدیریت کول
  6. د غوره وینایي مهارتونو روزنه
  7. د مشر ترینر تر څارنې لاندې روزنه ورکول او له هغه څخه د ترسره شوي کار په هکله نظر غوښتل.
  8. د پروژې وړاندې کول، مجله او ازموینه
دوهمه دوره: د همیار (د استاد ملګري) روزنه

ګډون کوونکو ته هره دوره د مخکینۍ دورې پر بنسټ ورکول کېږي.

  1. ځانګړنې او د همیار بنسټیز مهارتونه
  2. د همیارۍ (ملګرتیا) لیدنې ثبتول
  3. رغنده نظر ورکول
  4. ارزونه او راپور ورکول
  5. د لید او نظر په ورکولو سره همیاري (ملګرتیا) کول.
درېیمه دوره: د ماسټر ترینر (روزونکي) روزنه

 دا دوره د هغو کسانو لپاره ده، چې ټول وخت په کابل او د هیواد په پنځو نورو زونونو کې، ترینرانو ته د روزنې لپاره ټاکل شوي دي.

  1. د ترینرانو د روزنې لپاره اړین توکي
  2. د ترینرانو سره مصاحبه (مرکه) او ګمارل
  3. د ښوونځیو او سازمانونو د ځانګړو پروګرامونو لپاره، د ارزونې جدول جوړول
  4. د ترینرانو روزنه، د هغوی له کار څخه لیدنه او نظر ورکول
  5. تر څارنه لاندې د ترینرانو همیاري (ملګرتیا) او د نظر ورکول
  6. له روزنې او همیارۍ (ملګرتیا) څخه ازموینه

موږ ته یوه کرښه ولیکئ! موږ دلته یو چې ستاسو پوښتنو ته 24/7 ځواب ووایو

مشورې ته اړتیا لرئ؟