Over 10 years we help companies reach their financial and branding goals. Engitech is a values-driven technology agency dedicated.

Gallery

Contacts

411 University St, Seattle, USA

engitech@oceanthemes.net

+1 -800-456-478-23

تعلیم \\

د ماشومانو پر بڼست ولاړه اسلامۍ زده کړه (ISFL)

ریبلد له ۲۰۰۹ کال را هیسې د افغانانو لپاره د مناسبو تدریسي میتودونو څېړنه کوي. همدارنګه نوموړی بنسټ د اسلامي تدریس میتودونو په لټه کې دی. دغه میتودونه کولای شي چې د افغان ماشومانو د را تلونکي لپاره په لوړ کیفیت زده کړې تر سره کړي.

زموږ کارکوونکو او اسلامي کار پوهانو تاید کړې چې زموږ د زده کړې ټول مواد اسلامي ارز ښتونه ته وده ور کوي، او د غوره افغان ښاري اوسیدونکو د اړتیاوو له ارزښتونو سره سمون لري.

ښوونځی \\

د ISFL چلند څه شی دی؟

ښوونځی \\

ماشومان څه زده کوي؟

موږ پوهیږو چې د ښوونکو پرمټ ولاړه روزنه، په افغانستان کې د باکیفیته زده کړو د چمتو کولو لپاره اغیزمنه لاره نه ده. نو په کار ده چې  د ښوونځي ټول کلتور، مدیر، سر ښوونکي، ښوونکي او کار کوونکي د ماشوم پرمټ ولاړه زده کړې طریقه غوره کړي.

 موږ یو بدل شوي افغانستان ته د رسیدو لپاره، ژمن یو چې په فعاله توګه د ښوونځي له مدیریت، ښوونکو، کورنیو، ماشومانو او ځوانانو سره په اړیکه کې شو.

کورنۍ او ښوونکي د ځوانانو او ماشومانو د ذهنونو په روښانه کولو کې بل څراغونه دي، همدوی (ځوانان او ماشومان) به د افغانستان راتونکی جوړوي.

\\ تعلیم

زموږ ښوونیزه فلسفه

زموږ تعلیمي فلسفه په دې ولاړه ده  چې د هر زده کوونکي ورکړل شوې وړتیاوې کشف او وده ورکړو، ترڅو هر یو په خپله برخه کې د افغانستان د ښېرازۍ او ودانۍ لپاره کار وکړي.

زموږ په ښوونیزه فلسفه کې لاندې ټکي شامل دي:
  1. د زده کوونکي پر مټ ولاړ چلند –  د هر زده کوونکي د زده کړو اړتیاو ته لومړیتوب ورکول، دغه کړنه  هر زده کوونکي ته دا وړتیا ورکوي چې پوه شي، دی څوک دی، او څنګه خپل ځان په یو غوره کس بدلولای شي.

  2. د لوبې په مرسته زده کړه: په دې کې ډیجیټل، فعاله، تخلیقي، ټولنیزې او نورې ډول ډول لوبې شاملې دي. دغه ډول کړنې د ماشومانو پوهې او مهارتونو ته وده ورکوي، د ارزښتونو د پوهېد سبب ګرځي، او همدارنګه د دوی چلند ته وده ورکوي. یادې کړنې د دې سبب کېږي چې دوی ټول عمر ښو زده کوونکي پاتې شي.

  3. د ماشوم توب لومړنیو زده کړو ته د ټیم چلند: ښوونکي له کورنیو او ټولنې سره د ماشومانو د ودې او ګټې لپاره د ټیم په شکل کار کوي.

  4. عاطفي او اجتماعي هوش ته ځانګړې پاملرنه(SQ-EQ): EQ او SQ د IQ په پرتله په ژوند کې د ماشومانو د بریا لوی لاملونه دي.

  5. د مختلف عمره خلکو په منځ کې زده کړه:  ماشومان یې د ګڼ عمره خلکو په منځ کې د خپلو هم ځولو او یو له بل سره د مرستې پواسطه زده کوي.

  6. له ټولګي څخه بهر زده کړه: له دې څخه موخه داده چې زده کوونکي له ټولګي څخه بهر، د ښوونځي له چاپیریال او له اجتماعي چاپیریال څخه زده کړه وکړي.

  7. لویانو او ماشومانو ته یو ډول درناوی: درناوی په افغاني کلتور کې خورا لوړ ارزښت لري، زموږ ښوونکي زده کوي، چې څنګه له ماشومانو سره په هغه ډول درناوي چې له لویانو څخه  يې تمه کېږي، چلند وکړي.

د ماشوم پر مټ ولاړه اسلامي زده کړې(ISFL) ښوونځي کېدلو لپاره روزنه:

1)د ښوونکو رزونه ـ د (ماشوم پر بنسټ ولاړې اسلامي زده کړې) معنی څه ده، ګټې او لګښتونه یې کوم دي؟

2)د ښوونځیو د ادارې او مدیریت روزنه ـ په ISFL ښوونځي کې د اداره کولو او مدیریت کړلو ترمنځ توپیر څه دی؟ په دغه ډول ښوونځیو کې له ادارې او مدیریت کولو څخه څه تمه کېږي؟

3)د ښونکي روزنه ـ دوه ډوله رزونه:

    الف:اجتماعي او عاطفي روزنه

    ب.د فعال ګډ کار زده کړه

4)د همیار ټیم لخوا د ټولګي ملاتړـ دا مرسته د هغو ښوونکو لپاره ده، چې د ښوونکي د روزنې دوره یې بشپړه کړې وي. د همیارانو د ملاتړ ټیم له غړو څخه، یو کس له ښوونکو سره مرسته کوي. هر هغه څه چې ښونکوو د ښوونکي په روزنیزه دوره کې زده کړي دي، له ښوونکو سره په ټولګي په عملي ډول تر سره کوي.

هغه مهارتونه چې د ISFL یو ښوونکی ورته اړتیا لري عبارت دي له:
  • د هر زده کوونکي ځواک او وړتیاوو اروزنه.
  • د فعالیتو په جوړولو کې د تخلیق څرګندول چې د ښوونیز نصاب ملاتړ کوي.
  • په مختلفو عمرونو کې، له ماشومانو او لویانو سره غوره اړیکه لرل.
  • په یوه ټولګي کې د ګڼو وړتیاو مدیرت.
  • د مختلفو وړتیاوو لپاره د فعالیتونو جوړول.
  • د مختلفو زده کوونکو په عاطفي اړتیاوو پوهېدل.
  • ماشومانو ته د اجتماعي هوش د روزنې ورکولو وړتیا.
  • د هغه چاپیریال او کلتور اړه پوهه، چې ماشومان پکې ژوند کوي.
  • د ماشومانو د اړتیاوو پر بنسټ د فعالیتونو تطبیق.
  • د وخت مدیریت.

موږ ته یوه کرښه ولیکئ! موږ دلته یو چې ستاسو پوښتنو ته 24/7 ځواب ووایو

مشورې ته اړتیا لرئ؟