Over 10 years we help companies reach their financial and branding goals. Engitech is a values-driven technology agency dedicated.

Gallery

Contacts

411 University St, Seattle, USA

engitech@oceanthemes.net

+1 -800-456-478-23

ریبلد \\

موږ څه کوو

ریبلد د ښوونې او روزنې د لومړنیو دوامداره  او عملی زده کړو په برخه کې تخصص لري. موږ د مثبت بدلون الهام ورکوو. مثبت بدلونونه پیدا کوو. همدا رنګه د ښوونې او روزنې په برخه کې د مثبتو بدلونونو وړتیا لرو. اداره او لار ښوونکي یو. دا کار د دې لپاره کوو چې افغانستان د مثبتو بدلونونو شاهد او د ټولو افغانو لپاره د خیر کور شي.

ریبلد تر دې دمه د روزنې په برخه کې ډېر پروګرامونه جوړ کړي دي، چې له ۳۵ ډولو څخه زیات یې په نړیوالو معیارو نو په ځانګړي ډول د افغانستان د سوداګرۍ، دولتي ادارو، ښوونیزو مرکزونو، او د غیر دولتي ادارو لپاره وو. 

د ریبلد څېړنې د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې په نړیواله کچه منل شوي اصول په پام کې نیسي. او د همدې موخې پر بنسټ هڅه کوي چې د افغانستان له شرایطو سره سمې روزنې رامنځته کړي چې په اغیزناکه توګه په افغاني کلتور کې پلي شي.

 زموږ ځانګړتیا دا ده چې د خپلو پیرودونکو سره کار کوو ترڅو وړتیا پیداکړي او خپلو غوښتل شو پایلو ته ورسېږي.

زموږ بله ځانګړنه داده چې د ذهني روزنې د ترلاسه  کولو په موخه خلکو ته تصدیق پاڼه نه ورکوو. موږ له خپلو پیرودنکو سره کار کو چې په کاری چاپیریال کې يې په حقیقۍ توګه په کړنو کې بدلون راوړو.

 

موږ نویو او بدیعي فکرونو ته ښه راغلاست وایو. تل د خپلو شریکانو سره یوځای د هغه څه په لټه کې یو چې زده کړې ته یې اړتیا لرو، ترڅو د افغانستان د ټولو وګړو د ښېګڼې لپاره ریښتیني بدلون وګورو.

زموږ اصلي موضوعات عبارت دي له

02
د اجتماعي او عاطفي هوش پراختیا

01
د انسانانو خپلمنځي اړیکو اغیزمن مهارتونه

04
رښتینوالي او روڼتیا، څنګه چې واقعیا یو هماغسې و اوسو

03
د غوره چاپېریال رامنځته کولو لپاره، د ورځنیو ستونزو حل کول

موږ ته یوه کرښه ولیکئ! موږ دلته یو چې ستاسو پوښتنو ته 24/7 ځواب ووایو

مشورې ته اړتیا لرئ؟