افغانستان د بدلون په حال کې دی.
موږ هره ورځ له لویو فرصتو نو او ډېرو ننګو سره مخ یو. د ریبلد موخه داده چې افغانستا په ټوله نړۍ کې په ښه نوم سر ه وویني. موږ له ډېرو ننګونو او فرصتونو سره مخامخ یو.
زموږ لید او ارزښتونه
Rebuild په افغانستان کې یو راجستر شوی سوداګریز، څیړنیز او روزنیز مرکز دی چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په افغانستان کې باکیفیته روزنیز خدمتونه وړاندې کړي دی.
د ریبلد بنسټ ایښودونکي او مالکین له افغانستان سره د زاهر شاه له
زمانې راپدیخوا د ۵۵ کلونو څخه زایاته تاریخي مخینه لري. د دغه بنسټ ریس ښاغلي پیتر رینولدز او د هغه مېرمن
باربي رینولدز اجرایوي مدیرې ۵۰ کاله وړاندې په
کابل کې واده و کړ.
په ۲۰۲۱ کال کې د حکومت د انتقال پر مهال ریبلد نږدې، خپل ټول کارکوونکي له لاسه ورکړل، خو د ریبلد مالکان بیا
هم له هیواد څخه بهر نشول، سره له دې چې ډېری افغانان او بهرنیان له افغانستان څخه
بهر ته ولاړل.
ریبلد د افغانستان د نوي اسلامي امارت تر چتر
لاندې، د نویوشرکتونو او نویو کارکوونکو سره چې د خپل هیواد راتلونکي ته د مرستې او ملاتړ لیواله وو، خپل فعالیت ته
پراختیا ورکړې ده.
د ریبلد هیلې څه او کومې دي؟
- د یو سوکاله، سالم او په نړیواله کچه د باعزته افغانستان لیدل!
- د افغانستان د راتلونکي لپاره د ځوانانو چمتو کول!
ریبلد د خپل لید پر بنسټ د یو بدل شوي او په نړیواله کچه د درناوي لرونکي افغانستان، بیا رغونې، د اخلاقي ارز ښتونو پر بنسټ چلند او د ژوند په ټولو اړخونو کې د نوي امید څخه ډک کلتور پیاوړتیا لپاره د مثبتو چلندونو د جوړولو لپاره د هر فرصت څخه کار اخلي.
د ریبلد ارزښتونه هغه څه ندي چې موږ یې په دیوال یا زموږ په ویب پاڼه کې یوازې د کرښو په توګه کاږو. موږ تل کوښښ کو چې د خپلو ارزښتونو سره ژوند وکړو.د خپلو ارزښتونو پر بنسټ کارکوونکي ګومارو او خپل ورځنۍ تجارت پرمخ وړو.
1. غیر مشروط مثبت درناوی
-
موږ له ټولو سره په نرمۍ چلند کوو - پرته له دې چې عمر، جنس، توکم، رنګ، تعلیم یا مذهب په پام کې ونیسو.
-
د خپل ځان او نورو خلکو درناوی کوو - او خپل ټولنیز او عاطفی چلند د نور پر وړاندې ښیو.
-
موږ د خپلو کارمندانو ، د کورنۍ له غړو، زده کونکو او ماشومانو سره، د ښواو رښتینو اړیکو لپاره کار کوو.
-
موږ د ټولو د خیر لپاره د نورو خدمت کولو ته چمتو یو.
2. ځواکمنتیا
-
موږ په ګډه کار کوو، تر څو زموږ دپروژو او برنامو هرکس پدې و توانېږي، چې خپلې وړتیا وې کشف او کار ور څخه واخلي.
-
موږ خلکو ته د مهارتونو روزنه وړاندې کوو، ترڅو خپل استعدادونه او وړتیاوې و غوړوي.
-
موږ د یو ټیم په توګه سخت کار کوو ترڅو زموږ د ټولو پیرودونکو اړتیاوې پوره او د ننګونو لپاره يې حل لارې پیدا کړو.
3. بشپړتیا او روڼتیا
-
موږ باور ته خورا لوړ ارزښت ورکوو. باورپه ژوند کې درښتینولی نچوړ دی.
-
په هیڅ ډول خیانت، غلا، یا دروغ نه زغمو.
-
خپل او د نورو کسانو فکري استعدادونه ساتو.
-
د خپلو ارزښتونو، اصولو او پالیسیو له مخې ژوند کوو.
4. غوره والی
-
د ټولو شته سرچینو څخه غوره ګټه پورته کوو.
- موږ په مسلکي ډول چلند کوو. تل له خپلو کړنو څخه غوره او بریالی پایلې تر لاسه کوو.
- موږ تل مثبتو او تاثیر لرونکو پایلو ته ارزښت ورکو، د وخت تېرول زموږ لپاره ارزښت نه دی.
- موږ د کار او ژوند ترمنځ توازون ته ارزښت ورکو. تل خپل کارکوونکي هڅوو چې په غیری رسمي وخت کې خپلې کورنۍ ته وخت ورکړي او ارام وکړي.
زموږ ټیم
د ریبلد کاری ټیم ۳۰ کسان دي، چې ټوله روځ کار کوي. ډېری کار کوونکي یې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې څخه را په دیخوا ګمارلي دي. زموږ کاري ټیم د څېړنی او روزنې په هره برخه کې پر خپل عالي کار باندې ویاړي. موږ د ډول ډول تجروبو، د بېلا بېلو قومونو او ډول ډول کلتورنو په درلوسره د افغانستان د غوره راتلونکي لپاره کار کوو.
موږ چیرته کار کوو
ریبلد په کابل کې دی، خو د مختلفو موسسو سره یې د افغانستان په بیلا بیلو برخو لکه: مزارشریف، جلال آباد، قندهار او فیض اباد کې کار کړی دی.
موږ پلان لرو چې تر ۲۰۲۵ کال پورې، خپلو خدمتونو ته د شمال، سویل، ختیځ او لودیځ پر لورو پرختیا ورکړو.
د ریبلد کړنلاره او لید لوری، د افغانستان له ملي او کلتوري مسایلو څخه د پام وړ اغیزه اخلي. نو په ټولنه کې پیدا کېدونکې ستونزې په شعوري ډول حل کوو.
رهبري او مدیریت
ریبلد په یو ناڅرګند او بې ثباته سیاسی چوکاټ کې، د نورو بنسټو نو په څېر، په افغانستان کې کار کوي.
موږ د څولسیزو په لړ کې، په ډیرو هیوادونو او بیلابیلو براعظمونو کې، لیدلي چې د اړیکو څرنګوالی په هره اداره، هره څانګه، هره کورنۍ او په هره ټولنه کې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې د هغې بریالیتوب یا ناکامي ټاکي
بیشتر بخوانیدد ریبلد د بریالي بدلون تیوري
دا د غوره ټیم کار کول، د پیرودونکو رضایت او د لوړ کیفیت پایلې پیاوړې کوي.
بیشتر بخوانیدد مدیریتی روزنه او لارښوونه
بریالی مدیریت یو لړ پېچلو او یو له بل سره تړل شو هنر ونو ته اړتیا لري. د نویو مدیرانو د روزنې په برخه کې د ریبلد یوه مهمه مرسته داده
بیشتر بخوانیدد رهبرۍ او مدیریت روزنه
زموږ اصلي موضوعات
زموږ وروستي خبرونه ولولئ
موږ سره اړیکه ونیسئ
موږ ته په هر وخت کې زنګ ووهئ یا ډراپ کړئ، موږ هڅه کوو چې په کاري ورځو کې په 24 ساعتونو کې ټولو پوښتنو ته ځواب ووایو. موږ به خوشحاله یو چې ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایو.
پته:
کابل، افغانستان
زموږ تلیفون:
+93 - 798451041
بریښنالیک آدرس:
admin@rebuildconsultants.com