Over 10 years we help companies reach their financial and branding goals. Engitech is a values-driven technology agency dedicated.

Gallery

Contacts

411 University St, Seattle, USA

engitech@oceanthemes.net

+1 -800-456-478-23

\\ آموزش

هوساینې سلامت روان

د (روغتیایي زده کړې) څخه موخه د عمومي هوساینې لپاره د خلکو پیاوړي کول دي. فزیکي، رواني، اجتماعي او عاطفي روغتیاوې د یوکس د عظمت او غوړونې لپاره اړین دي. ریبلد اوس مهال د دردناک او اوږد مهاله فشار لپاره ځانګړي چوپړتیاوې لري.

\\ هوساینې سلامت روان

د پیښې راپور

د پېښې راپور په منظم ډول د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې په افغانستان کې یې د خپل ژوند په لاره کې  بدې، ترخې او خطرناکې پېښې تجربه کړې دي.

زموږ کارکوونکي د افغانستان په شرایطو ښه پوهیږي او په هره غونډه کې خپله پوهه نور ته څرګنده وي.

د پېښې راپور له مشورې سره توپیر لري. د پېښې په  راپور کې یو کس ته فرصت ور کوو چې د تجربه شوې پېښ په هکله سوچ وکړي، خپل نظر څرګند کړي هغه پېښه د خپل ژوند له مهمو برخو څخه وشمېري او ویې مني. دغه کار په محرم ډول افغانانو، کډوالو، خلکو او ډلوته وړاندې کوو.

\\ هوساینې سلامت روان

د افغانستان په شرایطو کې د فشار درک او اداره کول

 ټول فشارونه منفي اغیزې نه لري.د مثال په توګه، که فشار نه وای ځنې کسان به سهار د خوب له ځای څخه هم نه راپاڅېدل!

زموږ ښوونیز پروګرام د فشار اداره کولو او د ورځنیو هغو فشارونو د له منځه وړلو لپاره اړین مهارتونه لټوي، چې ستاسو په ژوند باندې منفي اغیزې لري.

د منفي فشار د پوهېدو او د هغه اداره کولو لپاره د ستراتیژی جوړول، ستاسو ژوند، فزیکي، ذهني او عاطفي روغتیا اوستاسو اړیکو ته غوره والی ور کوي.

منفي فشار ستاسو په بدن خورا زیاتې منفي اغیزې کوي. مګر هرڅوک دا منفي اغیزې نه پیژني او نه هرڅوک پوهیږي چې څنګه دا منفي اغیزې په مثبت ډول اداره کړي.

دغه روزنیز پروګرم ستاسو او ستاسو د ټیم غوره اداره کولو جوړ شوی دی.

په دغه روزنه کې تعقیبي ناستې هم شته، چې دې نوموړې روزنې د پلي کولو ملاتړ کوي.

زموو موخه داده چې خلک په افغانستان کې د رواني، عاطفي، اجتماعي او د اوږد مهاله فشارونو پروړاندې اړینې وسیلې ولري.

موږ ته یوه کرښه ولیکئ! موږ دلته یو چې ستاسو پوښتنو ته 24/7 ځواب ووایو

مشورې ته اړتیا لرئ؟