د مدیریتی روزنه او لارښوونه
- Home
- د مدیریتی روزنه او لارښوونه
د مدیریتی روزنه او لارښوونه
بریالی مدیریت یو لړ پېچلو او یو له بل سره تړل شو هنر ونو ته اړتیا لري.
د نویو مدیرانو د روزنې په برخه کې د ریبلد یوه مهمه مرسته داده، ریبلد مدیر انو ته فرصت ورکوي چې خپلو مدیریتی مهارتونو ته وده ورکړي او د خپلو مسلکي روزنو څخه ګټه واخلي، ترڅو د مسولیت اخستلو لپاره ځواکمن شي.
روزنیزه دوره جوړول
د هر روزنیز کورس دمخه، د خپلو پیرودونکو سره دقیقه ارزونه کوو چې اړتیاوې یې څه دي، د کومې پایلې په لټه کې دي، او څنګه پوه شي چې خپلې پایلې یې ترلاسه کړې دي.
ورسته ستاسې د غوښتنې پر بنسټ روزنه ډیزاین کوو. موږ له تاسو سره مرسته کوو، وخت تنظیم کوو، بیا داسې برنامه جوړو چې ستاسو غوښتل شوې پایلې ترلاسه کړي.
د ریبلد ټولې روزنې د بېلګې ډول دي، خپل ټول د بېلګې ټولګي د ریبلد په مرکزي دفتر او یا هم د پېرودونکو په ځایونو کې تر سره کوي.
ریبلد هره روزنیزه بېلګه په عملي ډول یا په مرکزي دفتر او یا هم د کار زده کړې په دوره کې، په غوره ډول سره بشپړ وي.
زموږ میتودولوژي
زموږ روزنه معمولا د یوې ادارې د ټولو غړو لپاره ډیزاین شوې ده. دغه روزنه همکارانو ته وړتیا ورکوي چې په ځانګړو مسلو او ننګونوکې یو ځای کار، او یو له بل څخه ملاتو وکړي.
زموږ په میتودولوژي کې کوچنی ډله ایز بحث، ګډ کار، د روزنې لوبې، د همکارانو روزنه، ویډیو کلیپونه، د ذهنیت (دماغ) جوړونه، د مسایلو مطالعې، پوښتنې، او پوښتنلیکونه شامل دي.
ستاسو د سازمان لپاره د ریبلد مدیریت روزنه، کیدای شي په لاندی یوه برخه کې وي:
1) د مدیریت مهارتونه
- مسلکي او اخلاقي مدیریت
- د غوره کاري چاپیریال رامینځته کول
- د مسلکي بریښنالیک لیکلو ځانګړنې
- د مدیریت مهارتونه
- د واضح عملیاتي پروسیجرونو رامینځته کول
- پلان جوړونه او ځواب ویل
- د پلانونو ساتل
- د فعالیتونو تنظیم او کنټرول
- د فعالیتونو مستند کول
- ثبت، تجزیه او تحلیل
۲) د پروژې سمبالښت
پروژه د برنامې برعکس، پیل او پای لري.
دغه روزنه له زده کړیالانو سره مرسته کوي چې د پروژې اړینې پروسې و پېژني. او ډاډ من شي چې د پروژې ټول عناصر په پای کې د مطلوبې پایلې ترلاسه کولو لپاره همغږي کېږي.
پدې کې شامل:
- د شریکانو پیژندل
- د هغو اړتیاوو درک کول چې پروژه یې بشپړوي
- د یوې بشپړې پروژې د تسلمېدلو لپاره د ټیم مدیریتي چلند
- وړنداې شو غوښتنو ته ځواب ویل او د پروژې پلانونه لیکل.
- د پروژې بازارموندنه او ترویج.
- د بهرني چاپیریال دغوښتنو پوره کولو لپاره د عناصرو پېژندل او د پلانو نو تنظیم کول.
- د سمارټ پروژې اهداف ټاکل
- پلي کول، څارنه، پرله پسې تعقیب، بیاکتنه او راپور ورکول
- د پروژې ورستۍ ارزونه
۳) د وخت مدیریت
د خپل وخت اداره کول ستاسو ژوند رهبري کوي.
دا روزنه د اشخاصو سره مرسته کوي او څانګو سره مرسته کوي خپل فعالیتونه د هغه څه سره تنظیم کړي چې دوی یې ترلاسه کول غواړي.
- د مهمو پوښتنو څخه پوښتنه کول - ایا موږ سم لوري ته روان یو؟
- د پای په نظر کې نیولو سره پلان کول او لومړیتوب ورکول
- د کاري ځای او کاري جریان تنظیم کول
- په مؤثره توګه سپارل
- د اهدافو ټاکل او تعقیب ساتل
۴) اغیزمنه څارنه – د نورو پیاوړي کول
په یو بې ثباته چاپېریال کې د بریا او پرمختګ پر لوري د خپلو کارکونکو هڅول:
- د ستونزو او فشارونو پیژندل چې کارکوونکي په خپل کاري ځای کې ورسره نرمښت و کړي
- د یو بل منلو لپاره، غوره او پیاوړې حل لارې موندل، او په ګډه کار کول
- د اړتیاو تعریف او د کارکوونکو لپاره توقعات ټاکل
- د کار او مناسب واک سپارل
- د موثرو نظرنو ارایه کول
- خپلو کارمندانو ته ځواک ورکول چې د اهدافو په لور د خپلې ودې ارزونه وکړي
۵) پریکړه او په غوره ډول د ستونزوحل کول
ژوند له ستونزو ډک دی! په کارده چې د ستونزو له منځ څخه لوی فرصتونه لاسته راوړو!
دا روزنه له مشرانو، مدیرانو او کارمندانو سره مرسته کوي چې غوره پریکړې وکړي او د مثبت بدلون راوړلو لپاره ګامونه پورته کړي.
د دې روزنیزې دورې په پای کې به ګډون کوونکي وکوالی شي:
- په موثره توګه د هغو پریکړو ارزونه، چې باید پلې شي.
- د غوره پرېکړو پر وړاندې د شته خنډونو پېژندل او د ستونزې حل
- د ستونزې د اصلي لاملونو پیژندلو لپاره ساده وسیلې کارول
- د ستونزو د حل او د مسولانه پرېکړو لپاره له پروسې څخه کار اخیستل
- د نورو په مرسته پرېکړې او ستونزې په ښه ډول حل کول
د رهبرۍ روزنیزې غونډې
مدیران کارونه اداره کوي، مګر رهبران(مشران) خلک رهبري کوي!
که څوک و غواړي چې د خلکو لپاره ښه رهبر شي، نو باید لومړی پوه شي چې دی او پیروان یې په کوم لوري روان دي ترڅو نور یې تعقیب کړي.
ریبلد په لوړو پوستونو کې د خلکو او هغو کسانو لپاره چې غواړي د نورو په مشرۍ کې خپلې اغیزې زیاتې کړي درې مختلفې روزنیزې ناستې وړاندې کوي.
- د رهبر خپل خدای استعدادونه ـ او د هغوی وده
په لویو غونډو کې د مسلکي کسانو لپاره د ویاندویۍ هنر
په هر ډول حالاتو کې د مشرانو لپاره منظم فکر
په لاندې ټکو کې به نوښتونه او انعطاف راوړل کېږي
- د هغه کار په اړه چې باید تغیر و کړي او ولې؟ هم په شخصي اوهم په سازماني کچه، یوه ستراتیژۍ پلان کول او سستماتیک فکرکول.
- په دې هکله ژور فکرکول چې څومره اوسني واقعیتونه د هغه څه سره چې هڅه یې کېږي لاسته راوړل شي سمون لري.
- د اوسني واقعیت پیژندل، څه ډول او ولې رامنځ ته شوي.
- د هغه لاملونو درکول چې بدلون ته اړتیا لري.
- د دې پرځای چې په واحدو پېښو تمرکز وکړو او په شفاهي ډول د خپل لید پر بنسټ نظرونه څرګند کړو، باید د وخت په تېرېدلو سره بدلون ته فکر و کړو.
- د بحثونو د ښه اسانتیا لپاره، غوره ګډ کارونه رامنځته کول، او همدارنګه له مختلفو لید لورو څخه کار اخیستل.
- د بدلون پلي کولو لپاره عملي اقدام.
- د بدلون ارزونه، د پرمختګ او لا بدلون لپاره د مثبتو ټکوپېژندل
د رهبرۍ پروګرامونه لاندې ټکو ته ژمن دي
- ګډ لید
- ګډ ارزښتونه
- سیستماتیک فکر کول
- ټیمي زده کړه
- شخصي او سازماني وده
- د بدلون رامنځته کولو لپاره نورو ته روزنه او ځواک ورکول
(د پیټر سینګ له کتاب څخه، د یوه زده کړییز سازمان 5 اصول)
موږ ته یوه کرښه ولیکئ! موږ دلته یو چې ستاسو پوښتنو ته 24/7 ځواب ووایو